پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په چین کې د ایغور مسلمانو ښځو له اوږدو جامو سره مبارزه
بسم الله الرحمن الرحيم
په چین کې د ایغور مسلمانو ښځو له اوږدو جامو سره مبارزه

 (ژباړه)

خبر:

 د رارسېدلو رپوټونو پر اساس، پر مسلمانانو د چین د پولیسو د پر له پسې بریدونو په لړ کې دا ځل پولیس په سینګیانګ سیمه کې ـچې د چین په شمال لویدیځ کې ده او کثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي ـ د مسلمانو ښځو اوږدې جامې قیچي او لنډوي.

چیني چارواکي له افراطیت سره د مبارزې په پلمه، په سینګیانګ سیمه کې ښځې د اوږدو جامو او نقاب له اغوستلو منع کوي. د روژې د میاشتې روژه یې د دغه سیمې پر اوسېدونکو منع کړې. دا په داسې حال کې ده چې سلګونه زره یا حتا یو میلیون تنه یې ناقانونه د قانون ماتونې په دلیل د «بیا زده کړې» مرکزونو ته استولي دي. د ږیرې پرېښودل، له چینه بهر له دوستانو سره اړیکې نیول او ځينې وخت نوروې وړې کړنې، له دلیل پرته قانون ماتونه بولي. دغه راز بزنس انسایډر مجلې یو راپور، چې پکې له ټولنیزو رسنیو څخه اخیستل شوي انځورونو هم ورسره و، خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي چې پولیس پر سړکونو ښځې دروي او اوږدې جامې یې ور قیچي کوي. د چین امنیتيي ځواکونه د ښځو د جامو د قیچي کولو په پروسه کې حتا په شخصي جامو کې هم ګډون کوي.

بزنس انسایډر مجلې په خپل راپور کې ویلي، چې ایغوري مسلمانان ښځې او نر، د سینګیانګ په شاوخوا کې د چینې چارواکو لخوا تر جدي څار او کنټرول لاندې دي. مقاماتو د دغه سیمې د اوسېدونکو تلیفونونه له څارګرو برنامو سره تړلي. له 12 تر 65کلنۍ یې د ایغوري مسلمانانو د ډي اېن اې، د ګوتې نښه، د سترګو نښه او د وینې د ګروپ د ثبتولو په اطلاعاتو پیل کړی. سربېره پر دې د هویت د پېژندلو لپاره خلک په هغو تلیفونونو خبرې کوي چې د چین د امنیتي دستګاه تر څار لاندې دي او پکې صوتي شبکې یې ورته فعاله کړي. په دغه راپور کې راغلي چې 40 زره کمرې د ایغوري مسلمانانو د څېرې پېژندنې، د تعقیب او د تګ راتګ د محدودولو لپاره لګول شوي.

فرانس پرس خبري اژانس په خپل راپور کې هغو امنیتي کمرو ته اشارې کړې، چې د سینګیانګ د یوې پراخه سیمې په 967جوماتونو کې لګېدلي. دا کمرې په جوماتونو کې د حکومت لخوا د تنظیم شویو خطبو د متن ثابتولو او مسجد ته د راتلونکو د څار لپاره دي. 

تبصره:

دردونکې خو دا ده چې دغه وحشیانه کړنې د چین لخوا د ایغوري مسلمانانو پر وړاندې په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د نړۍ په لر او بر کې یې میلیونونه مسلمانان ویني، اوري او په مخنیوي کې یې هېڅ ډول ګټور کار نه کوي. دلیل یې دا دی چې دغه میلیونونه مسلمانان بې ډاله، خواره واره او لالهانده ژوند کوي. واحد دولت نه لري چې دوی له یوبل سره یو ځای او یو موټی کړي. د راشده واحد اسلامي خلافت دولت، چې کلونو کېږي مسلمانان یې نه لري او د نشت زیان یې پرېکوي. هغه دولت چې تر خپلې وسې پر هر مسلمان واجب ده، چې د بیا تاسیس لپاره یې هڅې وکړي. څو د داسې دولت تر جوړېدو وروسته یې په راس کې مسلمان خلیفه وي، چې د هغه په دستور مسلمانان واحد صف جوړ کړي. د اسلام له خونخوارو دښمنانو سره مبارزه او جګړه وکړي. د خطر په وخت کې ـ لکه اوس چې د شرقي ترکستان مسلمانان ګواښي ـدغه خلیفه ته پناه یوسي او مرسته ترې وغواړي.

په صیحیح بخاري کې ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَإِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام (خلیفه) لکه ډال دی، چې مسلمانان د هغه په امر جګړه او مبارزه کوي او هغه ته پناه وروړي.

هغه وخت به چین او هغه ته ورته هېڅوک د دې جرت ونه کړي چې حتا یو مسلمان هم وځوروي. ځکه بیا پوهیږي چې د مسلمانانو پر وړاندې به د هرې کړنې په غبرګون کې دوه برابره زیان وویني. له شک پرته الله سبحانه وتعالی له ټولو ځواکمن او توانا دی. (سرچینه: پر شرقي ترکستان د چین وحشیانه یرغل، د پوښتنې له ځوابه را اخیستل شوی) الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن یُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ (8)‏‏ الَّذِی لَهُ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ (9)‏ ‏ إِنَّ الَّذِینَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیقِ﴾

[البروج: 8 - 10]

ژباړه: شکنجه کوونکو پر مسلمانانو هېڅ ډول نیوکه نه درلوده، هېڅ ډول عیب او جرم یې نه و پکې لیدلی. له دې پرته چې پر قادر، توانا او د هر ډول ستاینې وړ الله سبحانه وتعالی یې اېمان درلود. پر هغه ذات چې د ځمکې او اسمانونو پاچا او پر هر څه حاضر او ناظر دی. له شک پرته هغه کسان چې  مومنې ښځې او نران شکنجه کوي، څو له خپله دینه راوګرځي. که توبه ونه کړي او له خپله کاره پښېمانه نشي، نو ضرور به د دوزخ عذاب وویني. همدا راز د سره اور عذاب به د دوی سزا وي

لیکوال: محمد عبدالمالک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې